د لوړو زده کړو وزير د ارزګان ولايت مقام په تالار کې يوې سترې غونډې ته وينا وکړه

په یاد غونډه کې د لوړو زده کړو وزير محترم شيخ الحديث مولوي نداﺀ محمد نديم صاحب سربيره، د ارزګان ولايت مرستيال والي ...

۱۴۰۴ لړم ۴

د لوړو زده کړو وزير د ارزګان ولايت مقام په تالار کې يوې سترې غونډې ته وينا وکړه

 

په یاد غونډه کې د لوړو زده کړو وزير محترم شيخ الحديث مولوي نداﺀ محمد نديم صاحب سربيره، د ارزګان ولايت مرستيال والي، د دې ولايت امنيه قوماندان، د علماوو شورا رئیس، د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئیس، د استخباراتو مسؤلینو، د ارزګان ولايت پوهنتون رهبري هيئت، استادان او يوشمېر نورو امارتي مسوولينو او محصلینو پکې ګډون کړى وو.

محترم شیخ صاحب خپلو خبرو کې د علم، محصل او لوړو زده کړو پر ارزښت یې خبرې وکړې او همدارنګه یې محصلینو ته د روښانه راتلونکي په اړه مثبتي هیلې ورکړې.

محترم شيخ صاحب وويل: «نړۍ د علم په مرسته ودانه ده او د دنيا او آخرت آبادي د علم په زده کړه کې نغښتې ده، چې ټول بايد د علم حاصلو لپاره هڅه وکړو. »

نوموړي همداراز په ټولنه کې د محصل پر اهميت او مسوولیتونو هراړخیزې خبرې وکړې او دوی يې د افغانستان امانت ياد کړل. شیخ صاحب له محصلانو وغښتل، چې خپل وخت ته ډیر ارزښت ورکړي او د ځيرک موبايلونو نه په کمه او سمه توګه ګټه واخلي.  

په غونډه کې همدارنګه د ارزګان ولايت يو شمېر امارتي مسوولينو یاد ولایت ته د لوړو زده کړو وزیر له ورتک څخه خوښي وښوده او د لوړو زده کړو وزارت هڅې یې د افغانستان ځوان نسل د روزنې په برخه کې وستايلې.
د لوړو زده کړو وزير صاحب همدارنګه د ارزګان پوهنتون علمي شورا کې هم ګډون وکړ او په یاده شورا کې د پوهنتون رهبري او استادانو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې یې واوریدې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړ.

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ