۱۴۰۴ لیندۍ ۶

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبانو، د لوګر مرستیال والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو او مرکزي پوهنتونونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په یادو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل چې د اسلامي امارت مشران په دندو کې ښه نیت، اخلاص او تعهد لري او زیاته یې کړه چې په اسلامي نظام کې مسؤلیتونه امانتونه دي او یادو نویو ګمارل شویو معین صاحبانو ته یې د ښه خدمت د توفیق هیله څرګنده کړه.
وروسته د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د دغه وزارت مخکیني مالي او اداري معین محترم مولوي حافظ محمد حامد حسیب خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د الله تعالی له دربار څخه یې ورته د ترسره شویو خدمتونو د اجر غوښتنه وکړه.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت ته یې د محترم شیخ ضیاءالرحمن مدني او مالي او اداري معینیت ته یې د محترم شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي راتګ ته ښه راغلاست ووایه، د الله تعالی له دربار څخه یې په چارو کې د ښه خدمت غوښتنه ورته وکړه او د اړوندو معینیتونو له رئیسانو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له یادو معین صاحبانو سره په اخلاص کار او همکاري وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم شیخ ضیاءالرحمن مدني وویل چې د الله تعالی له دربار څخه په راسپارل شوي منصب کې د ښه خدمت او د خپلې دندې د حق اداکولو دعا غواړم او هیله یې وښوده چې د دغه وزارت مسؤلینو او منسوبین په همکارۍ د علمي ټولنې د پرمختګ جوګه شي.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزرات اوسني علمي معین مخکې تر دې د حج او اوقافو وزارت معین او اوسني مالي او اداري معین تر دې مخکې د دغه وزارت د علمي معین په حیث دنده ترسره کوله.
Latest News
No News Found!