۱۴۰۴ سلواغه ۲۲

د ننګرهار پوهنتون جامع مسجد کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس، د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې او ننګرهار پوهنتون رهبري پلاوي، د ننګرهار ولایت د استخباراتو رئیس، د جهادي مدرسې مهتمم، د علماوو شورا رئيس، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د عبدالله ابن مسعود رضي الله عنهما لېوا قومندان او ولایتي ادارې یو شمېر نورو مسؤلینو، جیدو علماء کرامو، د دعوت او ارشاد مسؤلینو، فارغو شویو فاضلانو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
په یاده فراغتغونډه کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوي اسدالله فرید د یادو متخصصینو فراغت د افتاء او قضاء برخې تخصصي کولو کې ګټور ګام وباله او زیاته یې کړه چې لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې د افغانستان په کچه دیني تخصصي برنامې لا زیاتې او پیاوړې کړي، چې د شرعي علم متخصصین د اوسني عصر ستونزو ته رسیده ګي وکړي.
همدارنګه نورو ویناوالو فارغو شویو فاضلانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ورته ویې ویل چې د خپلو تحقیقي وړتیاوو او مهارتونو پر مټ د افتاء او قضاء په میدان کې د عدالت، اعتدال او علمي استدلال غوره مظاهره وکړي.
Latest News
No News Found!