۱۴۰۴ لړم ۲۲
هغه علماء کرام چې د ۱۴۴۵هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې عالمیې مرحلې په شپږ ورځنۍ ازموینه کې یې ګډون کړی وي، کامیاب شوي او د لینک په ذکر شوي لېست کې یې نومونه موجود وي، خبر ورکول کېږي چې د هر ولایت علماء کرام په خپله ټاکل شوې نېټه، چې د لینک په ذکر شوي لېست کې نېټې مشخصې شوي دي، خپل د ماسټري اسناد تر لاسه کړي.
اسنادو د توزیع پیل نېټه او ورځ: ۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الأول ۲۷مه، سه شنبه
وخت: د سهار له ۹:۰۰ د مازدیګر تر ۳:۳۰ بجو
د مراجعې ځای: د کابل، کندهار، پکتیا، هلمند، ننګرهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو علماء کرام دې د دغو ولایتونو دیني جامعاتو او د متباقي ولایتونو علماء کرام دې د خپل اړوند ولایت امارتي پوهنتون ته مراجعه وکړي.
له علماء کرامو څخه هیله کېږي چې د ماسټري اسنادو د تر لاسه کولو لپاره اصلي پېژند پاڼه او (۱۰۰۰) افغانۍ له ځانه سره ولري.