د هلمند پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
هلمند پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د انجنیري پوهنځی:
برښنا(برق) ډيپارټمنټ (۲) بسته.
سیول ډيپارټمنټ (۲) بسته.
اوبو سرچينې او چاپیریال ساتنې ډيپارټمنټ (۱) بست.
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
روانپوهنې ډيپارټمنټ (۱) بست.
انګلیسي ډيپارټمنټ (۱) بست.
کرنې پوهنځی:
مالدارۍ ډيپارټمنټ (۱) بست.
کرنیز اقتصاد ډيپارټمنټ (۱) بست.
د اقتصاد پوهنځی:
مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸/۸/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۱۳/۹/۱۴۴۴هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.