د افغانستان د کرنېزو او تکنالوژۍ ملي علومو پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۰:۵۰
rwetew

Closing Date

افغانستان د کرنېزو  او  تکنالوژۍ ملي علومو پوهنتون د بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د نباتي علوم ‌پوهنځی: 
د  بیوتکنالوژي ډیپارتمنټ  (۱) بست.
د حیواني علوم ‌پوهنځی: 
د څارويو محصولاتو ذخیره او پروسس ډیپارتمنټ(۱) بست. 

 داوطلبان کولای شي، چې د ۵ / ۳ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۵ /  ۳  / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.