د هرات پوهنتون علمي کادري بستونه
Publish Date
Closing Date
د هرات پوهنتون د ۱۴۰۰ کال لپاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلانوي او د یاد بست لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او یا دوکتورا په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځی
د فقه او قانون څانګه (۱) بست لومړی ځل
داوطلبان کولای شي چې د ۱۴۰۰ کال د غویي له (۲۰مې) د غبرګولي تر(۲۰مې) نېټې پورې یاد بست ته د علمي کادر لپاره د نوملیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او دغه خبرتیا دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره دې یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.