د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هندوستان هېواد کویست کالج تحصیلي بورس خبرتیا، یوازې په تحصیلي فیس کې تخفیف

baqir_admin
ل

Due

-

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶مې نېټې په ۶۱۴۹ ګڼه لیک کې د هندوستان هېواد چاندیګړ ښار د کویسټ ساینس او ټکنالوژۍ کالج “quest college of science and technology, Moohali- affiliated to Ik Gujrat Punjab technical university”  کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د ۵۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی، چې تخفیف یې یوازې په تحصیلي فیس کې په لاندې ډول دی:

- د لېسانس په کچه درې بورسونه چې تحصیلي فیس او شپېځای یې سل سلنه وړیا دی؛ "یوه ښځینه او دوه نارینه"

- د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۳۵ بورسونه چې ۸۰ سلنه تحصیلي فیس یې معاف شوی؛

- د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۲ بورسونه چې ۷۰ سلنه تحصیلي فیس یې معاف شوی؛

د اړتیا وړ اسناد:

د لېسانس دوره: د ښوونځي شهادت نامه، د تابعیت پېژندپاڼه او تر منظورۍ وروسته د پاسپورټ درلودل.

د ماسټرۍ دوره: ډيپلوم او د نمرو ټرانسکرېپټ، د تابعیت پېژندپاڼه او تر منظورۍ وروسته د پاسپورټ درلودل.

د نوملیکنې شرایط:

ـ یاد بورسونه په بشپړ ډول وړیا نه دي نو نوماندان مکلف دي چې نور لګښتونه پخپله پرې کړي. دې موضوع ته باید پام وشي هغه نوماندان چې د لګښت پرې کولو توان نه لري یاد بورس ته نوملیکنه ونه کړي ترڅو د دوی د سرګردانۍ او د ادارې د وخت ضایع کېدو مخنیوی وشي.

ـ د لېسانس دورې لپاره د نوماندانو د نمرو سلنه باید د ښوونځي درې کلنې نمرې لږ تر لږه ۷۰ سلنه او د ماسټرۍ دورې لپاره د پوهنتون د نمرو ټرانسکرېپټ ۶۵ سلنه وي.

هغه په شرایطو برابر مینوال چې یاد بورس ته نوملیکنه غواړي، کولای شي د ۱۴۰۰ کال د غویي تر ۲۰مې نېټې پورې د لازمو فورمو ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱مې شمېرې غرفې ته ورشي.

د یادونې وړ ده چې که چېرې د بورسونو له شمېر څخه د نوماندانو شمېر زیات شي نو نوماندان د لوړو نمرو د سلنې پر بنسټ ټاکل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

دانلود

آخرین بورسیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۴:۲۳
Background image

د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندویزیا هېواد د بورسونو خبرتیا

د اندونیزیا هېواد ملنګ دولتي پوهنتون د 1.4.33/UN32.33/KS/2021  ګڼې ۲۰۲۱/۴/۱ نېټې یادښت کې د افغان ځوانانو د تشویق په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۴:۰
Background image

په چین هېواد کې د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیې خبرتیا

د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د چین هېواد په نینګبو ښار کې د ماسټرۍ په کچه د بورسیې د ورکړې خبر ورکړ او د شرایطو وړ نوماندانو د معرفې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۵:۴۵
Background image

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هندوستان هېواد کویست کالج تحصیلي بورس خبرتیا، یوازې په تحصیلي فیس کې تخفیف

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶مې نېټې په ۶۱۴۹ ګڼه لیک کې د هندوستان هېواد چاندیګړ ښار د کویسټ ساینس او ټکنالوژۍ کالج “quest college of science and technology, Moohali- . . .