د اندونيزيا هېواد president خصوصي پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونيزيا هېواد  president پوهنتون په لاندې ډول د لېسانس او ماسټرۍ په کچه په بېلابېلو تحصیلي برخو کې د ۳۰ بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

ـ ۱۵ بورسونه چې ۵ يې د لېسانس او ۱۰ یې د ماسټرۍ په کچه دي، د پوهنتون فیس وړیا دی او نور لګښت د زدکړیال په غاړه دی.

ـ ۱۵ نور بورسونه چې ۷۵ سلنه تخفيف لري، د یاد پوهنتون یوازې د درس فیس ۷۵٪ وړیا دی او نور لګښتونه لکه شپېځای، خواړه، د تګ راتګ ټکټ، ټرانسپورټ او روغتیایي بیمه د زدکړیال په غاړه دي.

د اړتیا وړ سندونه:

۱. د تحصیلي سندونو( ټرانسکرېپټ او ډیپلوم) اصل چې د نوماند د نمرو سلنه د ماسټرۍ دورې لپاره د ۶۵ سلنې څخه لوړه وي.

۲. د ثانوي دورې د تعلیمي سندونو اصل چې د نوماند د نمرو سلنه د لېسانس دورې لپاره د ۷۰ سلنې څخه لوړه وي.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جولای ۱۵مې نېټې څخه مخکې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ میاشتې د ۲۴مې نېټې سره سمون لري، د لازمو فورمونو د لاسته راوړلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱ شمېرې غرفې ته ورشي او په ورته وخت کې د بورس نوماندان کولای شي په https://admission.president.ac.id  ویب پاڼه کې په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړي.

آخرین بورسیه ها

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۴:۰
Background image

په چین هېواد کې د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیې خبرتیا

د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د چین هېواد په نینګبو ښار کې د ماسټرۍ په کچه د بورسیې د ورکړې خبر ورکړ او د شرایطو وړ نوماندانو د معرفې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۵:۴۵
Background image

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هندوستان هېواد کویست کالج تحصیلي بورس خبرتیا، یوازې په تحصیلي فیس کې تخفیف

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶مې نېټې په ۶۱۴۹ ګڼه لیک کې د هندوستان هېواد چاندیګړ ښار د کویسټ ساینس او ټکنالوژۍ کالج “quest college of science and technology, Moohali- . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۵:۳۸
Background image

د لېسانس او ماسټري په کچه د سلواک هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د بهرنیو چارو وزارت د سلواک هېواد د ۲۰۲۱ - ۲۰۲۲ تحصیلي کلونو لپاره په ځانګړو څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د پنځو دولتي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط:

د شته . . .