د ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا سرابایا ښار (ITS) ټکنالوژي پوهنتون د بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

په جاکارتاـ اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د اندونیزیا سرابایا ښار (ITS) ټکنالوژي پوهنتون، افغان ځوانانو ته د نوملیکنې د هڅونې په پار د بورسونو د ورکولو خبر ورکوي. د (ITS) ټکنالوژي پوهنتون مشرتابه په جاکارتا ـ اندونیزیا کې د افغانستان له سفیر سره په انلاین خبرو کې د ماسټري او دوکتورا په کچه د ۲۰۲۱ کال لپاره له ۵ تر ۷  افغان زدکړیالانو د منلو خبر ورکړی دی. دغه پوهنتون په تخنیکي او بېلابېلو انجنیري برخو کې اووه پوهنځي لري. د یادولو ده چې دغو بورسونو ته نوملیکنه په انلاین ډول د ۲۰۲۱ کال د فبروري له ۷مې د مې تر ۷مې کېږي، البته د اندونیزیا اکاډمیک مهالوېش ته په کتو چې هر کال یې د جولای په پنځلسمه نېټه درسونه پیلېږي. د اړتیا وړ اسنادو او نورو معلوماتو لپاره تیار شوي جدول او د پام وړ معلوماتي پاڼه وګورئ چې د بورسونو شمېر پکې په ډاګه شوی او همدارنګه برېښنالیک او د زدکړیالانو د منلو شرایط پکې څرګند شوي. ټولو د شرایطو وړ مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې د زده کړو لپاره د نوملیکنې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منلو عمومي دفتر (۲۱) غرفې ته، له اصلي تحصیلي اسنادو سره مراجعه وکړي. د یادولو ده چې د دغو بورسونو درسونه په آنلاین توګه تدریسېږي او د شاملېدو ازموینه هم په انلاین ډول اخیستل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

دانلود

آخرین بورسیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۴:۲۳
Background image

د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندویزیا هېواد د بورسونو خبرتیا

د اندونیزیا هېواد ملنګ دولتي پوهنتون د 1.4.33/UN32.33/KS/2021  ګڼې ۲۰۲۱/۴/۱ نېټې یادښت کې د افغان ځوانانو د تشویق په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۴:۰
Background image

په چین هېواد کې د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیې خبرتیا

د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د چین هېواد په نینګبو ښار کې د ماسټرۍ په کچه د بورسیې د ورکړې خبر ورکړ او د شرایطو وړ نوماندانو د معرفې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۵:۴۵
Background image

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هندوستان هېواد کویست کالج تحصیلي بورس خبرتیا، یوازې په تحصیلي فیس کې تخفیف

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶مې نېټې په ۶۱۴۹ ګڼه لیک کې د هندوستان هېواد چاندیګړ ښار د کویسټ ساینس او ټکنالوژۍ کالج “quest college of science and technology, Moohali- . . .