د لیسانس په کچه د لیبیا هیواد اسلامي دعوت فاکولتې د تحصيلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اسلامي همکاریو سازمان کې د ا. ا. ج. دایمي استازولۍ، د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو له‌پاره، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هیوادونو ته د لیبیا د اسلامي دعوت(بلنې) فاکولته (World Islamic Call Society) کې، په بیلابیلو تحصیلي څانګو کې لیسانس په کچه د تحصيلي بورسونو خبر ورکړی دی

      لیسانس:  قرآني علوم، دعوت او عربي ژبه، او په علمي برخو کې مالي او بانکدارۍ، اکونټېنګ، IT او کمپیوټر

د بورسونو شرایط:

      د نوماند د لیسې دورې د نومرو سلنه باید له ۷۰ پورته وي

      د نوماند عمر باید له ۲۳ کلونو پورته نه وي

      مجرد وي

      د بورس غوښتنلیک فورم بشپړول

      د نومرو د ټرانسکرېپټ کاپي

      د زېږون سند کاپي (Birth Certificate)

      د جرمي مسوولیت نه درلودو سند

      د روغتیایي معایناتو سند

      اته قطعې عکسونه (۶+۴)

      د پاسپورټ کاپي چې د اعتبار موده یې له درېیو کلونو کمه نه وي

      پیژندپاڼه

د یادونې ده چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱‌م‌ کال د مارچ میاشتې ۳۱مې پورې ده.

پر شرایط برابرو مینوالو ته خبر ورکول کېږي؛ که چیرې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي؛ د نوم لیکنې له‌پاره دې له خپلو سندونو سره د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې غرفې ته مراجعه وکړي، د سندونو له بشپړولو وروسته دې هغه admission@uic.edu.ly  وېب‌پاڼې ته واستوي او د نوماندۍ سندونو سکن او کاپي دې د  ۲۰۲۱‌م‌ کال مارچ میاشتې ۳۱مې نېټې څخه مخکې وسپاري.

یاد ایمېل ته د سندونو استولو لارښود:

      سندونه باید په ښه کیفیت سکن شوي وي

      ټول سندونه باید پرته له عکس څخه په یو pdf فایل کې وي، د pdf فایل نوم او د نوماند عکس نوم باید په انګریزي او عربي ژبو وي.

      کوم ایمېل څخه چې سندونه استول کېږيي؛ له هغه څخه به د وروستۍ اطلاع رسونې له‌پاره د مرجع په توګه کار واخیستل شي.

نور معلومات له دغې خبرتیا سره یوځای ترلاسه کولای شئ.

دانلود

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۸:۲۴ جاپان
Background image

د جاپان MEXT ماسټري او دوکتورا په کچه د بورسونو د نوملیکنې پروسې په اړه خبر ورکوي.

دلوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د بهرنو اړیکو او بورسونو تنظیم ادارې ریاست، د جاپان MEXT ماسټري او دوکتورا په کچه د بورسونو د نوملیکنې پروسې په اړه خبر ورکوي.

د جاپان ( MEXT ) ښوونې او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۴:۲۳
Background image

د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندویزیا هېواد د بورسونو خبرتیا

د اندونیزیا هېواد ملنګ دولتي پوهنتون د 1.4.33/UN32.33/KS/2021  ګڼې ۲۰۲۱/۴/۱ نېټې یادښت کې د افغان ځوانانو د تشویق په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۴:۰
Background image

په چین هېواد کې د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیې خبرتیا

د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د چین هېواد په نینګبو ښار کې د ماسټرۍ په کچه د بورسیې د ورکړې خبر ورکړ او د شرایطو وړ نوماندانو د معرفې . . .