د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ښوونې او رزونې یو شمېر پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر په بریالي ډول پای ته ورسېد.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴۹
Hsuhshdb

 

د تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې برخې د تاریخ، جغرافیې، ټولنپوهنې، بدني روزنې او چاپېریال ساتنې څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا پنځه ورځنی کلسټر په اختتامیه غونډې سره پای ته ورسېد. 

په یاده غونډه کې د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي او د کلسټر ګډونوالو د یاد کلسټر کاري راپور وړاندې کړ، د ترسره شویو کارونو په اړه یې معلومات ورکړل او د نصاب د پلي کولو په برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. 

د هېواد د تحصیلي بنسټونو پر نصاب د تحصیلي نصاب ملي کمیسیون غړو، اړوندو څانګو استادانو او ادارو استازو له لوري په دریو پړاوونو کې کار کېږي. 

د یادونې وړ ده چې په څلورو کلونو کې یو ځل د تحصیلي نصابونو په بیاکتنه او پراختیا کار کيږي او نوي پرمختګونه ورزیاتیږي. 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الاول ۲۲مه

۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۴مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط او مل پلاوي سره وکتل.

 

په پیل کې محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت نوی ګمارل شوی علمي معین د دغه وزارت کارکوونکو ته ورمعرفي او په کار یې پیل وکړ.

 

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۷
Background image

مالي او اداري معین د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ د ٧٧ محصلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ د محصلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

. . .

BACK TO NEWS