د شيخ زايد پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۲
Hsbhdjskdjn

Closing Date

شيخ زايد پوهنتون د دوهم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی؛

 

سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ (۱) بست

 

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵ /۰۶/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر ۱۴/۰۷/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.

منابع:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوال اړيکو دیپارتمنت د کادري بست د مأخذونو لېست

رحماني ، عبدالطيف .(۱۳۹۹). د اداره او مديريت بنسټونه، کابل: انتشارات سعيد.

صافی ، ودير .(۱۳۸۸). نړيوال عمومي حقوق ، کابل: طباعتي و تبليغاتي حبیب الله حسيب.

صدر، سيد جواد .(۱۳۸۹). ديپلوماتيک او قنسلي حقوق. ژباړه : هجرت الله اختيار ، ننګرهار ګودر خپرندويه ټولنه .

ثاقب، نقيب الله . تصميم ، تسبيح الله .(۱۳۹۸).اساسي عمومي حقوق . چاپ پنځم ، ننګرهار: يار خپرندويه ټولنه .

 حاجي زوی ، عبدالمجيد .(۱۴۰۱). د سوداګری بين المللی حقوق، کابل: انتشارات سعيد.