په ننګرهار پوهنتون کې "د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس" د ا.ا.ا د کابینې غړو، د داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو په ګډون سره پیل شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۸:۱۱
8563211110000


یاد کنفرانس ته د ۲۵۰ داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو خپلې علمي - څېړنیزې مقالې رالېږلي، چې ۱۴۰ به یې په کنفرانس کې وړاندې شي.
د کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې د ځنګلونو وهل منع کړي او په دې وخت کې یې د دې کنفرانس دایرول مهم وبلل.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې اوبه او هوا پاک وساتي او دا کار یې د هر مسلمان مسؤلیت یاد کړ.
نوموړي زیاته کړه چې سترو صنعتي هېوادونو د خپلو ګټو لپاره اقلیم زیانمن کړی او په دې برخه کې یې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کړي او زیاته یې کړه چې ښکېلاکګرو پر موږ د فزیکي یرغل تر څنګ، زموږ اقلیم هم زیانمن کړی، چې باید دغه ظلم ودروي.
د لوړو زده کړو وزیر له سکتوري وزارتونو وغوښتل چې د یاد کنفزانس له څېړنو په خپلو پالیسیو کې ګټه واخلي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دې کنفرانس ګټه د استادانو د څېړنو پراختیا او د نړیوالو له لوري د افغانستان اقلیم زیانمنېدو پر وړاندې غږ پورته کول یاد کړل.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې نړیوال د بشریت ژغورنې په نوم تشریفاتي غونډې کوي، په داسې حال کې چې همدې سترو صنعتي هېوادونو بشر له ګنو اقلیمي ستونزو سره مخ کړی دی.
همدا راز د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو پراختیا، د ښار جوړونې او عامې روغتیا وزیرانو او همدارنګه د چارو ادارې لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ادارې لوی رئیس، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د بهرنیو هېوادونو څېړونکو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ پر لاملونو، ستونزو او حلار خبرې وکړې.
د اقلیم بدلون نړیوال درې ورځني کنفرانس له مقالو څخه به د سکتوري وزارتونو د پالیسیو او طرحو جوړولو کې کار واخیستل شي او لیکوالو استادانو ته به یې د مالي امتیازاتو تر څنګ، په ترفیع کې حسابیږي.
لوړو زده کړو وزارت په روان کال کې ۳ ملي او یو نړیوال کنفرانس دایر کړی او په همدې کال کې ۳ نور ملي او یو نړیوال کنفرانس په پام کې لري.

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه ۴۷۷ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، وویل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه. 

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د رهبري شورا غړو ته وویل چې اوسنۍ دندې زموږ لپاره ستر امانتونه دي، چې باید په احسن ډول اداء شي. دغه راز نوموړي وویل چې موږ باید د خپل. . .

BACK TO NEWS