مالي او اداري معین د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ د ٧٧ محصلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۷
Dchjjnnnkvdc

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ د محصلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مشرتابه، فارغو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله، د علم، اخلاص، هېواد او ملت د خدمت اهمیت په اړه یې خبرې وکړې، محصلان یې لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې یوازې له دې انسټیټیوټ څخه په فراغت بسنه ونه کړي او د نورو لوړو زده کړو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

 

هغه فارغو محصلانو ته په خطاب کې وویل چې ستاسو د علم د حاصلولو موخه باید خاص د الله تعالی رضا او د اسلامي نظام او خپلو خلکو خدمت کول وي.

 

د یادونې وړ ده چې د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ هر کال د دې انسټیټیوټ په مختلفو څانګو کې د کانکور ازموینې له لارې محصلان جذبوي او د دوه کلنو زده کړو له بشپړولو وروسته یې په هوایي او سړکونو ټرانسپورټ په برخو کې ټولنې ته وړاندې کوي.

 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان المعظم ۱۷ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۲۸ مه

۲۰۲۵ م د فبروري ۱۶ مه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۵:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء  محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال  وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

BACK TO NEWS