د (ICCR) پروګرام لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د هندوستان هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

په کابل کې د هند سفارت د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۵مه په خپل د Kab/327/01/2021-22 شمېره یاداښت کې د افغان اتباعو لپاره د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۲ کلونو لپاره د هند کلتوري اړیکو شورا پروګرام په چوکاټ کې (ICCR) د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د (۱۰۰۰) زر تحصیلي بورسونو سیټ ورکولو خبر ورکړی دی.

د بورسیو شرایط:

د منښت وړ شمېر ۱۰۰۰ کسه؛

لازمه ده چې د انجنیرۍ څانګو نوماندانو له لسم څخه تر دولسم ټولګیو پورې د فزیک، کیمیا او ریاضیاتو مضمونونه بشپړ کړي وي؛

په انګرېزي ژبې برلاسي وي؛

نوماندان باید د خپلې خوښې او لېوالتیا وړ یوه لیکنه وړاندې کړي چې ۵۰۰ انګرېزي لغتونو پکې وي ترڅو د انګرېزي ژبې سویه یې تثبیت شي او همدارنګه کولای شي چې که چېرې د (ټافل او آیلټس) سند ولري هغه وړاندې کړي؛

لازمه ده چې د ماسټرۍ او دوکتورا نوماندان د خپلې خوښې څانکې اړوند څېړنیزه مقاله چمتو او د اړتیا وړ ټولو اسنادو سره یې په پورتال کې د اړوند لېنک له لارې (www.a2ascholarships.iccr.gov.in) اړوند پوهنتون ته واستوي؛

د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د نوماندانو عمر باید له ۴۵ کلونو څخه لوړ نه وي؛

د بورسیې اړوند فورمې او روغتیایي فورمې باید د (www.a2ascholarships.iccr.gov.in) ICCR سایټ فارمټ سره ډکې شي؛

د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو نوملړ چې نوماندان پکې داخله کولای شي او د اړتیا وړ نور معلومات په یاد پورتال کې شته او د لاسرسي وړ ده؛

د پوهنتون فیس او د استوګنې لګښت د بورسیې ورکوونکي مرجع لخوا ورکول کېږي؛

د الوتکې ټکټ او روغتیایي بیمه په یاده بورسیه کې شامل نه دي؛

اضافي ټولګي چې زدکړیال یې تعقیبوي، لګښت یې د زدکړیال په خپله غاړه دی؛

فورمې او نور اسناد چې اصل یې په انګرېزي ژبه نه وي، له انګرېزي ژباړې پرته د منلو وړ نه دي؛

مینوال زدکړیالان خپلې فورمې په مستقیمه توګه په پورتال کې (www.a2ascholarships.iccr.gov.in) په آنلاین توګه ډکې کړي؛

نوملیکنه په یاد لېنک کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۵مې څخه د اپرېل ۳۰ مې پورې ترسره کېږي، غوښتنلیکونه په مستقیمه توګه اړوند بنسټ ته واستول شي؛

د انګرېزي ژبې ازموینه او آنلاین مرکه تر ټاکنې مخکې د اړوند پوهنتون/انستیتوت له خوا اخیستل کېږي؛

که چېرې نوماندان د اړوند تحصیلي بنسټ له خوا ردېږي نو په مستقیمه توګه نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، هغه زدکړیالان چې بریالي کېږي نو په کابل کې د هند سفارت له خوا به منښتلیک ترلاسه کړي؛

مینوال باید په مستقیمه توګه فورمې په آنلاین بڼه ډکې کړي او د نوماندانو نوملړ د غوښتنلیک فورمو، د تحصیلي اسنادو کاپي او د روغتیایي سرټفکېټ اصل (روغتون او یا معتبر لابراتوار) سره يوځای د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر ۵مې پورې په کابل کې د هند جمهوري سفارت ته وسپاري؛

همدا راز په یاداښت کې راغلي، چې له معرفي شویو نوماندانو څخه په کابل کې د هند سفارت کې د انګرېزي ژبې مهارت ازموینه نه اخیستل کېږي؛

نوماندان په مستقیمه توګه د اړوند پوهنتون او یا انستیتوت لخوا ردېږي؛

همدارنګه په کابل کې د هند سفارت په یاداښت کې یادونه شوې چې د بورسیې نوماندانو د اړتیا وړ اسناد په پورتال کې (www.a2acscholarships.iccr.gov.in) اپلوډ شي.

نو د هندوستان هېواد د (ICCR) پروګرام د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا بورسیو مینوالو څخه هیله کېږي چې یاد شرایط په کره توګه ولولي او که چېرې په شرایط برابر وي، د یادې بورسیې پورتال سایټ څخه په ګټې ځان نوماند کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

دانلود

آخرین بورسیه ها

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۴:۰
Background image

په چین هېواد کې د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیې خبرتیا

د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د چین هېواد په نینګبو ښار کې د ماسټرۍ په کچه د بورسیې د ورکړې خبر ورکړ او د شرایطو وړ نوماندانو د معرفې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۵:۴۵
Background image

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هندوستان هېواد کویست کالج تحصیلي بورس خبرتیا، یوازې په تحصیلي فیس کې تخفیف

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶مې نېټې په ۶۱۴۹ ګڼه لیک کې د هندوستان هېواد چاندیګړ ښار د کویسټ ساینس او ټکنالوژۍ کالج “quest college of science and technology, Moohali- . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۵:۳۸
Background image

د لېسانس او ماسټري په کچه د سلواک هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د بهرنیو چارو وزارت د سلواک هېواد د ۲۰۲۱ - ۲۰۲۲ تحصیلي کلونو لپاره په ځانګړو څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د پنځو دولتي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط:

د شته . . .