د ۱۳۹۹ کانکور لس تنه مخکښ بریالي کسان د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له خوا وستایل شول

Azizorayakhel.admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۵:۵۲
ش

د کانکور ازموینې لس تنو مخکښو بریالیو لپاره په جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر یادو لسو تنو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هغوی هڅې او زیار د دوی د کورنیو او افغانستان لپاره ویاړ وباله.

ډاکټر بصیر وویل : په پام کې ده چې شل تنه هغه بریالي محصلین به بهرنیو هېوادونو ته په بورسونو ولېږي چې تر ټولو زیاتې نومرې يې اخستې دي، هغه همداراز د هر ولایت د ۳ تنو مخکښو کسانو لپاره د بورسونو ورکولو ژمنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست او نامزد وزیر وویل: دغه وزارت نوې برنامې په پام کې لري، چې له مخې به يې د هېواد تحصیلي نظام د نړیوالو معیارونو سره سم غوره وضعیت خپل کړي.

د لوړو زده کړو نوماند وزیر ځوانانو په ځانګړې توګه آغلې شمسيې ته په خطاب کې وویل: د زده کړو لپاره ټینګه اراده لرل هیڅ خنډ او ستونزه نه مني، د هېواد ځوانان باید له شمسیې څخه الګو واخلي، درسونه ووايي او د ځان او خلکو لپاره ویاړ شي.

د کانکور عمومي اول نومره آغلې شمسیې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ څخه په مننې وویل: څنګه چې په کانکور کې ښه وځلېدم، هڅه کوم څو د هېواد څخه بهر د زده کړو په بهیر کې د هېواد او ملت لپاره ویاړ شم.

یاده غونډه لسو مخکښو ځوانانو ته لب ټاپ کمپيوټرونو په توزیع کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۱:۵۸
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کميسيون غونډه جوړه شوه

د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کميسيون غونډه نن د لوړو زده کړو وزارت د نوماند سرپرست وزير دوکتور بصير عباس په مشرۍ جوړه شوه.

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو مرکزي ادارو رييسانو. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۰:۴۱
Background image

د هرات پوهنتون د شرعياتو او حقوقو له پوهنځيو ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان وستايل شول

د هرات پوهنتون له حقوقو او شرعياتو پوهنځيو څخه هغه ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان چې د سترې محکمې په يو دېرشم قضايي ستاژ دوره کې بريالي شوي وو وستايل شول.

په دې دوره کې له ۹ زره ډېرو سيالي. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۲:۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او پوهنتونونو نشراتي مسوولینو د لاښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او د ولایتي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو تر منځ نن د لاښې همغږۍ په موخه ویډیويي ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS