د کابل پول تخنيک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
د کابل پولي تخنيک پوهنتون ټولو په شرايطو برابرو هغو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، د کابل پولی تخنیک پوهنتون مخې شنو ځایونو (علف) بولۍ د داوطلبۍ پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده شرطنامې کاپي يې فلش کې د ځان سره اخېستي وي، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل افرونه (وړاندېزونه) د شرطنامې د شروطو مطابق چې شرطنامه کې ذکر دي، د اعلان د خپرېدو له نېټې تر ۱۹/۱/۱۴۰۲ چې د ۱۷/۹/۱۴۴۴ هـ ق نېټې سره سمون خوري د سهار لس بجې د کابل پولي تخنيک پوهنتون درېيم پوړ پنځمې ليلې د تهيه ، تدارکاتو او خدمتونو آمريت ته بند سر وسپاري، د نغدو پېسو او د بانک ګرنټي ضمانت به د شرطنامي د شرطونو سره سم چې شرطنامه کې ذکر دي اخېستل کېږي او ناوخته رسیدونکي او انټرنيټي وړاندېرونه د منلو وړ نه دي.
همدارنګه هغه شرکتونه،دولتي تصدۍ، موسسات او خصوصي متشبثین چې د قراداد هيله لري؛نو خپل وړاندېزونه دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون پنځمې ليلې د تهيه ، تدارکاتو او خدمتونو آمريت (۳۳) اطاق ته وسپاري.
د آفر خلاصولو غونډه به د ۱۹/۱/۱۴۰۲ نېټه د شنبې په ورځ سهار لس بجې د تهیه، تدارکاتو او خدمتونو په امريت(۳۱مه) شمېره اطاق کې دايرېږي.