د کابل پول تخنيک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د کابل پولي تخنيک پوهنتون ټولو په شرايطو برابرو هغو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ليليې محصلانو (۱۱) قلم حبوباتو داوطلبۍ په پروسه کې ګډون کړی و او اړونده شرطنامې کاپي يې فلش کې د ځان سره اخېستي وي، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل افرونه (وړاندېزونه) د شرطنامې د شروطو مطابق چې شرطنامه کې ذکر دي، د اعلان د خپرېدو له نېټې تر ۷/۸/۱۴۴۴ چې د ۹/۱۲/۱۴۰۱ نېټې سره سمون خوري د سهار لس بجې د کابل پول تخنيک پوهنتون، د لیليې اداري معاونیت ته ( درېيم او پنځم مزل) ته بند سر وسپاري، د نغدو پېسو او د بانک ګرنټي ضمانت به د شرطنامي د شرطونو سره سم چې شرطنامه کې ذکر دي اخېستل کېږي او ناوخته رسیدونکي او انټرنيټي وړاندېرونه د منلو وړ نه دي.
همدارنګه هغه شرکتونه، دولتي تصدۍ، مؤسسات او خصوصي متشبثین، چې د قراداد هيله لري؛ نو خپل وړاندېزونه دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون پنځمې ليليې د تهيه ، تدارکاتو او خدمتونو آمريت (۳۳) اطاق ته وسپاري.
د آفر خلاصولو غونډه به د ۹/۱۲/۱۴۰۱ نېټه د سه شنبې په ورځ سهار لس بجې د مالي او اداري معاونيت دفتر په (۳۱مه) شمېره اطاق کې دايرېږي.