د کابل پولی تخنیک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د کابل پولی تخنیک پوهنتون ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه ټوګه د یاد پوهنتون د ۱۴۰۰ مالی کال لپاره د انجنیرۍ پوهنځي د اوبو سرچینو او چاپیریال ساتنې د هراړخیز مدیریت ماسټرۍ برنامې د ټولګیو لپاره د اړتیا وړ ۳۵ قلمه تجهیزاتو پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړئ او اړوندې شرطپاڼې نقل په فلش یا ډسک میموري کې تر لاسه کړي ، یاده شرطپاڼه مطالعه او خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو طرزالعمل له قانون سره سم د اعلان د خپریدو نیټې څخه تر۷/۱/۱۴۰۰ نیټې پوري د سهار لس بجې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د مالی او اداري معاونیت دفتر ته په تړلې بڼه وړاندي کړې. د آفر تضمین د شرطپاڼې له مندرجو شرایطو سره سم د نغدي پیسو یا بانکې ګرانټې په بڼه دی. وروسته رسیدلې آفرونه او انټرنیتې آفرونه د منلو وړ نه دی. نو هغو شرکتونه ، دولتي تصدۍ او خصوصي متشبین او موسیسې چې د یاد تړون غوښتونکې دي خپل غوښتنلیک د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت پنځمي لیلیې (۳۰) نمبر اطاق ته وسپاري. د آفر پرانستلو غونډه د شنبې ورځ د ۷/۱/۱۴۰۰ مه نیټه د سهار (۱۰) بجو د مالی او اداري معاونیت دفتر (۳۱) نمبر اتاق کې جوړیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۵:۱۸
Background image

خبرتیا

کندهار پوهنتون غواړي چې د دغه پوهنتون ښځينه زدکړیالانو، کادري روغتون او د نوکریوالۍ (۲۳۱) کسیزه پرسونل ته د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د اعاشوي وطني یا معادل توکو لکه؛ اعلی وریجې، سپین غر یا . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د ۱۴۰۰ کال لپاره د وزارت مرکزي شعبو ته د پرنټرونو او د فوټوکاپي ماشینونو د (۴۰) قلمه رنګ د پروژې ترتیب او تدارک

د داوطلبۍ شمېره: MOHE/GOV-O/1400/NCB/G-022/ Re-Bid

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۰ کال لپاره د وزارت مرکزي شعبو ته د پرنټرونو او د فوټوکاپي . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۹:۳۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تړون ورکولو د پرېکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲مې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د شپېځای (لیلیې) د زدکړیالانو د اړتیا وړ د . . .

Back to tenders