د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو ریاست له خوا جوړ شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۶:۳۲
jhgjgjjgjh


په دغه روزنیز ورکشاپ کې چې د یادو پوهنتونونو ۵۲ تنو کارکوونکو ګډون کړی وو، د پلان جوړونې او د اداري چارو د پرمختګ په برخه کې د کمپیوټري مهارتونو د زده کړې په اړه زده کړه ورکړل شوه. 
د مسؤلینو په وينا، د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د كاركوونكو د كاري ظرفيتونو په لوړولو كې اغېزمن دي او پر دوام يې ټينګار وكړ.
همدارنګه د یاد ورکشاپ له فارغینو څخه وغوښتل شول چې خپلې پوهې په عمل کې تطببق کړي او د اداري موخو ترلاسه کولو په موخه له شته معلوماتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۵:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء  محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال  وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

BACK TO NEWS