د هرات پوهنتون د شرعياتو او حقوقو له پوهنځيو ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان وستايل شول

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۰:۴۱
a

د هرات پوهنتون له حقوقو او شرعياتو پوهنځيو څخه هغه ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان چې د سترې محکمې په يو دېرشم قضايي ستاژ دوره کې بريالي شوي وو وستايل شول.

په دې دوره کې له ۹ زره ډېرو سيالي کوونکو ګډون کړی و چې د هرات پوهنتون د ۱۰۰ تنه فارغينو په ګډون ۳۰۰ تنه قضايي ستاژ ته بريالي شول.

د دې ستاژرانو د تقدير په محفل کې، د هرات پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور عبدالله فايز، د قضايي ستاژ برياليو ته مبارکي وویله او په قضايي ستاژ کې يې د هرات پوهنتون د ۱۰۰ تنو محصلينو بريالي کېدل د دې بنسټ له پاره لويه لاسته راوړنه وبلله.

پوهندون عنايت الله صديقيار د احاديثو او ایتونو په استناد سره ځوان قاضيان عدالت کولو ته وهڅول او همداراز يې د هرات پوهنتون په شرعياتو او اسلامي علومو پوهنځي په چوکاټ او د فقهې او قضايي علومو په څانګه کې د ماسټرۍ د پيل کېدو زېری ورکړ.

د هرات ولايت د استيناف محکمې د رياست استازي قضاوتمند محمودالحسن روحاني ستاژرانو ته د دې بريا مبارکي وويله او هغه يې د استادانو د زړه سوي وړ زحمتونو پايله وبلله.

ورپسې د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس څارنمل خواجه عبدالحق احمدي، د هرات ولايت د عدليې رييس پوهيالي سيد غلام‌احمد رحماني، د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهنيار نصيراحمد صالحي او په لويديز زون کې د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې د نمايندګۍ رييس احمد رفيع نادري برياليو ستاژرانو ته د بريا د مبارکۍ تر څنګ د ستاژ د دې دورې په بريا کې د هرات پوهنتون د استادانو او حقوقي کلينيک کليدي رول د ارزښت وړ وباله.

په پای کې د دې دورې برياليو ته د يادګار په توګه د عدالت مډالونه ډالۍ کړل شول.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته د جامي خصوصي پوهنتون استازي د تضمین کیفیت په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه.  


د جامي خصوصي پوهنتون علمي مرستیال عتیق الله رحیمي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته، په داسې حال کې چې د تحقیق، تألیف او ژباړې، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۵:۲۷
Background image

تېر کال په میوند تدریسي روغتون کې تر درې لکه زیاتو ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې شوي دي.


د مسؤلینو په وینا، د میوند تدریسي روغتون لخوا په ترسره شويو روغتیایی خدماتو کې لابراتوار، الټراساونډ (ایکو)، د زړه ګراف (ECG)، آډیو میټري، ډیجیټل ایکسرې، ساده ایکسرې او واکسین شامل دي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۵:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو له لوري جوړه شوې ډرون الوتکه نندارې ته وړاندې شوه.


دغه له کاک کاغذه جوړه شوې F22 ماډل ډرون الوتکه چې د ساينس پوهنځي محصل عبدالباسط سمير او نورو محصلینو په مرسته او د استادانو په لارښوونه جوړه شوې ده، کولای شي چې تر ۵۰۰ متره ارتفاع او. . .

BACK TO NEWS