د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون په اړه معلومات ورکړل شول

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۵۰
Xgghbhgbkkknkll

 

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې د دغه وزارت مرکزي ادارو رئیسانو، اداري کارکوونکو او د مرکزي پوهنتونونو استازو ته، په یوه غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ القرآن والحدیث مولوي محمد فقیر محمدي له لوري د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون په اړه معلومات ورکړل شول.

 

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال په یاده ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون ځينې مادې تشریح کړې او ویې ویل چې غربیانو او ځينو مغرضو کړیو د دې قانون یو شمېر مادې تحریف کړې او پر وړاندې یې منفي تبلیغات کوي. 

 

نوموړي زیاته کړه چې دغه قانون له قران او احادیثو تخریج شوی، عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله توشیح کړی او اوس یې پر موږ ټولو تطبیق واجب ګرځېدلی دی. 

 

هغه د لوړو زده کړو وزارت له کارکوونکو، د تحصیلي نهادونو له مسؤلینو او استادانو وغوښتل چې یاد قانون خلکو ته تشریح او په خپلو ځانونو یې عملي کړي. 

 

 وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمین صاحب حفظه الله له لوري د هر راغلي فرمان عملي کولو ته ژمن دی او د هغه امر ته د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر په شان غاړه ږدي. 

 

نوموړي د دغه وزارت له کارکوونکو وغوښتل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوی توشیح شوی قانون پر خپل ځان او کورنیو تطبیق کړي. 

 

د یادونې وړ ده چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون یوه مقدمه، ۴ څپرکي او ۳۵ مادې لري، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۰مه

۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۲مه

۲۰۲۴م، د نومبر ۱۲مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۸:۵۸
Background image

فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛  ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۳
Background image

هېواد د استادانو او محصلینو په هڅو او زحمت جوړېدای او له سیالانو سره سیال کېدای شي

 

هغه مراسم چې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال ممتازو محصلینو د ستاینې لپاره جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ، د اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د امارتي تحصیلي نهادونو یو شمېر استادانو ته د لوړو زده کړو روزنیز مدیریتي سیسټم د معرفي او لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې کورسونو چمتو کولو څرنګوالي په اړه درې ورځنی ورکشاپ دائر شو

 

دغه ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ شوی، چې د کابل او هرات پوهنتون ۳۰ تنو استادانو پکې ګډون کړی دوه پړاوونه یې مخکې. . .

BACK TO NEWS