د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د ننګرهار له والي سره ولیدل
د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر د ننګرهار له والي سره ولیدل.
په دی لیدنه کې دواړو لوريو د تحصیلي وضعیت د ښه والي، د تحصیلي زېربناوو جوړولو او د ننګرهار پوهنتون د استادانو او محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې وکړې.
لومړی د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل ننګرهار پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د نوي مشرتابه پاملرنه وستایله او د یاد پوهنتون د لوړو زده کړو د ښه والي او ودې، د استادانو د تحصیلي وړتیاوو لوړولو او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر د وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د نوي مشرتابه د پراختیایې پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل، زياته يې کړه د لوړو زده کړو د نظام ښه والی او وده، د نوو زېربناوو جوړول او د ځوانو استادانو وړتیاوې لوړول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې د ننګرهار پوهنتون د هېواد یو له غوره تحصیلي بڼسټونو څخه دی او د لوړو زده کړو وزارت نوی مشرتابه ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې به د لوړو زده کړو د کیفي وضعیت د لوړولو له پاره کار وکړي.