د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې کمیسیون لومړنۍ ناسته وشوه.

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۳
د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې کمیسیون لومړنۍ ناسته وشوه.

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۶مه
د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې کمیسیون لومړنۍ ناسته وشوه. 
 په هېواد کې له تحولاتو وروسته د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې کمیسیون، خپله لومړنۍ کاري ناسته تر سره کړه. د دغې کمیسیون غړو، چې مسلکي او متخصص کسان دي، لوړو زده کړو وزارت ته له سلو زیاتو رالېږل شوو تحصیلي اسنادو څېړنه کړې او ارزولي یې دي. 
د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د کمیسیون رییس پوهنوال دوکتور ګل محمد باسل وویل، د هغو زده کړیالانو تحصیلي اسناد، چې له هېواده بهر یې زده کړې کړي، له مسلکي ارزونو او تحلیل وروسته اعتبار ورکول کېږي، چې د هېواد د کار په ډګر کې د دغو کسانو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي. 
د دغې کمیسیون رییس او غړو ټينګار وکړ، چې د هېواد د تحصیلي نظام په پرمختګ کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۸:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ګډه ناسته ترسره شوه

1443/10/18
1401/2/29
د لوړو زده کړو وزارت او تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو اداري پلاوي د يادې ادارې د چارو د لا پياوړتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۴:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست ودانۍ پرانېسته وشوه.

د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست ودانۍ پرانېسته وشوه.

په همدې موخه جوړه شوې  غونډه کې چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا غونډه د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

1443/10/16

1401/2/27

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا غونډه د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د دغې شورا د تېرې غونډې پر پرېکړو لنډه کتنه. . .

BACK TO NEWS