د لوړو زده کړو وزارت او امارتي تحصیلي بنسټونو ګډه رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۳:۴۴
dfgdgdgdf


د یادې ځانګړې رهبري شورا موخه د استادانو او محصلینو د ستونزو حل او سیرت او صورت برابرول، د تحصیلي نصاب بیاکتنه او نیمګړتیاوو په نښه کول، د مراسلاتو عاجله رسونه او ورته رسېدنه او په دې برخه کې د ابهاماتو له منځه وړل، له لابراتوارونو څخه د محصلینو په عملي زده کړو کې ګټه اخیستنه، د پوهنتونونو مشرتابه پلاوي تر منځ، د پوهنتونونو او مرکزي ادارو او له ولایتي ادارې سره د ښې همغږۍ رامنځ ته کول و. 
د ناستې په پرانیسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الدحدیث مولوي نداء محمد ندیم یاده شورا ډېره مهمه وبلله او ویې ویل چې په دې شورا کې د افغانستان ټولو امارتي پوهنتونونو، دیني جامعاتو او مرکزي ادارو رئيس صاحبان ګډون لري. نوموړي زیاته کړه: «اسلام د امیر او مسؤلینو تر منځ پر مشوره کولو ټينګار کړی، پر همدې اساس مو دا ګډه شورا جوړه کړه، تر څو په ګډه او له نیږدې پر مسایلو بحث وکړو.» 
دغه راز نوموړي وویل چې موږ د الله تعالی په سخت امتحان کې یو او په دې امتحان کې د کامیابۍ یوازینۍ لار دا ده چې د هېواد تحصیلي نظام په پښو ودروو او په خپله برخه کې نه ستړي کېدونکي خدمتونه وکړو. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې د پوهنتونونو له رئیس صاحبانو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې ترې وکړه. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مالي او اداري معین مولوي حافط محمد حامد حسیب په خپلو خبرو کې د تحصیلي بنسټونو پر پرمختګ ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ ته د هېواد د تحصیلي ډګر مسؤلیت راسپارل شوی، چې باید په ښه ډول یې ادا کړو. 
وروسته له اجنډا سره سم د مرکزي ادارو د رئیس  صاحبانو له لوري د تحصیلي بنسټونو اړوند موضوعاتو او ستونزو ته اشاره وشوه او ورپسې د امارتي تحصیلي بنسټونو رئیس صاحبانو له لوري خپلې ستونزې وړاندې شوې او په ګډه پر موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت په لومړي ځل داسې رهبري شورا دایره کړه، چې پکې د دغه وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي ادارو، امارتي تحصیلي بنسټونو او دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس صاحبانو ګډون کړی و. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۵:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء  محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال  وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

BACK TO NEWS