د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر سره وکتل.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۱۶
grfgd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې د صنعت، تجارت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو ستاینه وکړه. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ د ښو اړیکو اوږدې مخینې ته په اشارې سره په راتلونکې کې هم د چین له جمهوریت سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړه. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو د وېزو او سکالریشپونو په برخه کې ستونزې حل او افغان محصلینو ته لا زیات سکالرشیپونه ورکړي. 

همدارنګه د چین سفیر وانګ یو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروستي فعالیتونه وستایل او په تحصیلي ډګر کې یې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې د دواړو اړخونو تر منځ پر ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو او افغان محصلینو ته د لا ډېرو سکالریشپونو پر ورکولو خبرې وشوې.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۸:۲۵
Background image

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس خبرتیا !

په پام کې ده چې ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون لومړنی نړیوال کنفرانس د روان ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشتې له ۲۱ـ ۲۳ نېټې پورې ترسره شي.
نو د ټولو پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، پالیسي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۵:۳۸
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا! 

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا او د تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لارښودونو او معيارونو معرفي . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۷:۴۳
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت مرکز شبکې وسایل او فایروال تهیه او . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شمال زون ته د ولايتي سفرونو په دوام په کندوز ولایت کې ولسي غونډي ته وینا وکړه

په یاده غونډه کې، چي ولايتي مسؤلينو، عالمانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو او متنفذینو حضور درلود د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب محصلینو ته په خطاب کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۸:۲
Background image

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د رسمي سفر په ترڅ کې د تخار پوهنتون له استادانو سره ناسته وکړه او د هغوی وړاندیزونه او ستونزي يې واورېدې.

په یاده ناسته کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وويل: « موږ ته خپل کدرونه ارزښت لري او هر ډول همکاري ته یې ژمن یو. دغه راز نوموړي وویل، چې هغه استادان. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په لوړو زده کړو وزارت کې د عملي او تطبیقي درسي موادو د پراختیا، د موجوده څانګو د لابراتواري تجهیزاتو او وسایلو د موادو د لیست برابرولو او ترتیبولو کلسټر پیل شو

د یاد کلسټر د پیل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه کلسټر پر ارزښت او مثبتو اغېزو خبرې وکړې او ویې ویل: «د هېواد په تحصیلي نظام کې د تدریسي موادو. . .

BACK TO NEWS