د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د آغاخان بنسټ سفیرې سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۶:۲۴
ش

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د آغاخان بنسټ سفیرې میرمن شهزاد ایرجي سره د یوې ناستي په ترڅ کې د افغانستان لوړو زده کړو د پياوړتيا په موخه د یاد بنسټ د مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې لومړی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هیواد د لوړو زده کړو د حالت، په دغه ډګر کې د پرمختګونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د هيواد د لوړو زده کړو د پرمختګ په ډګر کې یې د نړيوالې ټولنې د مرستو رول غښتلی وباله.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وويل چې د هیواد لوړو زده کړو د وروستیو کلونو په ترڅ کې د کمیت له اړخه زیات پرمختګ کړی دی او اوس د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ ټوله توجه د هیواد د لوړو زده کړو نظام کیفي پرمختګ ته اړولې ده چې د نړیوالو دوستانو مرستې دغې موخې ته زموږ په رسولو کې د اهمیت وړ دي.
پوهنمل بالاکرزي د افغانستان په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د هیواد د لوړو زده کړو په سکټور کې د آغاخان بنسټ له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې، د لوړو زده کړو وزارت د برنامو د پلي کولو په لاره کې د هغوی د زیاتې توجه غوښتونکی شو.

mohe


په باميان پوهنتون کې د یو باب روغتون جوړول، په بدخشان او بامیان پوهنتونو کې د ټوریزم د ډيپارټمنټونو جوړول، په یو شمیر پوهنتونو کې د اړتیا وړ نویو ودانیو جوړول، په منځنۍ او سویلي آسيا کې د آغاخان له سيمه یيزو پوهنتونو سره د افغانستان پوهنتونو د توامیتونو رامنځته کول او په پوهنتونو کې د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیمولو ډيپارټمنټ جوړول له هغو مواردو ګڼل کيږي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير یې د تطبیق په اړه د آغاخان له بنسټه د مرستې غوښتونکی شو.
وروسته د آغاخان بنسټ سفيرې میرمن شهزاد ایرجي د افغاستان په فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کې د نوموړي بنسټ د مرستو په اړه خبرې وکړې، د افغاستان د لوړو زده کړو په برخه کې له مرستو کولو سره د خپلې علاقمندۍ په ښکاره کولو د هیواد په مختلفو پوهنتونو کې یې له بنسټیزو پروګرامونو څخه یادونه وکړه.
د آغاخان بنسټ سفيرې وویل دغه بنسټ حاضر دی چې د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره هر ډول مرسته وکړي.
میرمن ایرجي همدا ډول د کابل جنګلک فابریکې په محوطه کې د هنري او لاسي صنایعو زده کړه ییز بنسټ د جوړولو يادونه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه يې وغوښتل چې د یاد بنسټ فارغین خپلو لوړو زده کړو ته د ادامې ورکولو په موخه په لوړو زده کړو موسساتو کې جذب کړي.
په دغه ناسته کې پریکړه وشوه چې د دواړو لورو استازي په وړاندې شویو وړانديزونو باندې کار وکړي او یو هوکړه لیک ترتیب کړي چې له لاسلیک کولو وروسته د هغه په پلي کولو کې لازم اجراآت ترسره کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې، په افغانستان کې د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرستې سره وکتل. 


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه یادو استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو وزارت روانو چارو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې موږ له خپلې بودیجې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۴:۴۸
Background image

د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د څېړنو او نوښتونو تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.


یاد ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی و؛ په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو د تجهیز څرنګوالي، کاري پلانونو، د یادو مرستیالانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۴:۵۸
Background image

د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د کاري فعالیتونو د ښه والي او همغږۍ په موخه دری ورځنی ورکشاپ دایر شو. 


په یاد ورکشاپ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی، د یادو مرستیالانو تر منځ د دندو لایحو پر تفکیک، په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو. . .

BACK TO NEWS