د جاپان هیواد د GRIPS پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د جاپان په معتبر پوهنتون (د پالیسي مطالعاتو لپاره د لوړو زده کړو ملي انسټیټوټ) (GRIPS)کې د ماسټرۍ او دکتورا پروګرامونو د نوم لیکنې خبر ورکړی دی.
د GRIPS پوهنتون د ماسټرۍ او دکتورا پروګرامونو، تحصیلي څانګو، د بورس د لاسته راوړلو د شرایطو، د نوم لیکنې د پیل او پای نیټې او نورو معلوماتو لپاره لاندې انټرنټې آدرس ته مراجعه وکړئ:
http://www.grips.ac.jp/en/admissions/index/
په شرایطو برابر غوښتونکي کولی شي چې په آنلاین ډول په پورته ذکر شوي آنټرنټي آدرس کې نوم لیکنه وکړي او اړوندو فورمونو د ترلاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذیرش تالار ۲۱ غرفې ته مراجعه وکړي.
د نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک کیکاږئ: