د تړون عامه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د سرعت لوژیستیکي او معلوماتي خدمتونو شرکت سره د (۱،۳۱۸،۰۰۰) یو میلیون او درې سوه او اتلس زره افغانیو په ارزښت د فراه لوړو زده کړو موسسې خونې له وایرلس شبکې جوړونې سره د نښلولو تړون وکړي. د یاد شرکت د جواز شمېره یې D-29684) او د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې موقعیت لري.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.