داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
عنوان: د کابل پولې تخنیک پوهنتون پخوانیو دفترنو او د اوسېدو د اطاقونو جوړونه او ترمیم.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/ W-05
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرايطو برابرو هغو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل پولې تخنیک پوهنتون پخوانیو دفترنو او د اوسېدو د اطاقونو جوړونې او ترمیم داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون کړی و او اړونده شرطنامې کاپي يې فلش کې د ځان سره اخېستي وي، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل افرونه (وړاندېزونه) د شرطنامې د شروطو مطابق چې شرطنامه کې ذکر دي، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۲/۴/۱۵ سهار لس بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل څلورمې کارتې درېیمه ناحیه کې دی وسپاري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو نه دي.
د آفر تضمین د (۱۵۰۰۰۰ ) یو سل او پنځوس زره افغانیو په ارزښت د بانکي/نغدو پیسو په بڼه دی او د افر خلاصولو غونډه به په یاده نېټه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.
یادونه: تر افر خلاصولو وړاندې غونډه به د ۱۴۰۲ کال سرطان میاشتې په دریمه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د ساختماني تدارکاتو آمریت کې دایریږي.