داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د وزارت د مرکزي دفترونو د ټکنالوژۍ وسايلو د اړتیاوو د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-018
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د وزارت د مرکزي دفترونو د ټکنالوژۍ وسایلو د اړتیاوو د تهیه او تدارک د پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې. خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د سنبلې ۱۹ نېټې شنبې ورځ تر سهار ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (160000) یو لک او شپېته زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د وړاندیز تضمین باید د وړاندیز د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې اوږد وي، یعني د وړاندیز د بیا پرانېستلو نیټې څخه ۱۱۸ ورځو موده د اعتبار وړ ده.
افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د سنبلې ۱۹مه نېټه، د شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کي، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸
الکترونیکي ادرس: saririnasrat90@gamail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د سنبلې میاشتي په ۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.