د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د لوړو زده کړو بنسټونو د حقوقي کلینیکونو د مسوولینو د ظرفیت لوړولو په موخه په کابل پوهنتون کې د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ ریاست له خوا درې ورځنی سمینار جوړ شو.

nasir_admin
Tue, Jan 23 2024 4:35 AM
514000489


د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د حقوقي کلینیکونو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.
هغه وويل، حقوقي کلينيکونه د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو د محصلينو د عملي پوهې د کچې د لوړولو لپاره ډېر ګټور دي.
نوموړي همدارنګه د تحصیلي بنسټونو د حقوقي کلینیکونو له مسوولینو وغوښتل، چې محصلینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي، محصلین په اسلامي او افغاني افکارو او اخلاقو وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي د یاد سمینار پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د هېواد د تحصیلي بنسټونو محصلینو ته یې د عملي کار د زمینې برابرول مهم وبلل.
هغه وويل: «له هغه وخته چې محصلينو ته د مشورې ورکولو او عملي کار په موخه حقوقي کلينيکونه جوړ شوي، د عملي کار په څانګه کې محصلينو ته د خدمتونو وړاندې کول يوه مهم او اساسي کار دی.»
ورپسې د حقوقي ستاژ مرکز مشر استاد نذیر احمد نثار په حقوقي کلینکونو کې د شاملو موضوعاتو او نصاب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، کورنۍ قضیې، متخلف ماشومان او د جزا څانګې هغه برخې دي چې په حقوقي کلینیکونو کې ورباندې بحث کیږي.
نېټه: دوشنبه
۱۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۲/۱۱/۱۴۰۲ هـ ش ۲۲/۱/۲۰۲۴ م

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS