د کندهار ولایت دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو ته علمي ـ دیني سمینار د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په حضور کې پیل شو. یاد سمینار، چې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوی، د لوړو

ameen_admin
Thu, Mar 09 2023 7:58 AM
fdsdsffdssfdsfd

یاد سمینار، چې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوی، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د یاد وزارت حقوقي سلاکار مولوي عبدالله سیحان، د کندهار ولایت د بېلابېلو ادارو استازي او د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادان پکې ګډون لري.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په یاد سمینار کې د وینا پرمهال د دې ډول سمینارونو په اړتیا او موخو خبرې وکړې او د علمي کادرونو په توګه یې د هېواد په ابادۍ او ځان بسیاینې کې د استادانو رول او مسؤلیتونه بیان کړل.
علمي معین وویل، چې د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی څو د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن ختم کړي او د دغې چارې سرته رسولو په موخه د هېواد ډېری پوهنتونونه د ورته سمینارونو کوربانه دي، چې د پوهنتونونو استادان او علماء کرام پکې په یوه موضوع بحث او مناقشې ترسره کوي، ترڅو د ګډې ناستې په ترڅ کې د یو له بل له علمي پانګې ګټه واخیستل شي.
د سمینار په پیل کې د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي يې وښوده، چې په داسې علمي موضوعاتو کې سره ګډه ناسته لرو.
وروسته د کندهار ولایت د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک د (اسلامي نظام اهمیت او د ا.ا نظامي پرمختګونه)  او همدارنګه د جنوب لویديځ زون د تمیز محکمې رئیس مولوي سردار محمد د (نیت او اخلاص) په اړه ویناوې وکړې او د مناقشې په ډول یې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Mon, Aug 14 2023 7:20 AM
Background image

Office of the Prime Minister and Ministry of Higher Education held a Welcome Party for Academic Cadres Studied Abroad

The reception was held in Sapidar Palace through the participation of the political deputy minister of the prime minister, acting ministers of various ministries, high-ranking leaders. . .

BACK TO NEWS