خبرتیا!
د هېواد د پوهنتونونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پیژندنې او چاپیریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د پراختیا او بیا کتنې د لومړۍ دورې کلستر خبرتیا !
د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او وزارت د علمي کادري هغو غړو ته خبر ورکول کېږي، چې د هېواد د پوهنتونونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پیژندنې اوچاپېریال ساتني پوهنځيو د نصاب د بیا کتنې او پراختیا د لومړي کلستر د تنظیمولو په نوملړ کې شامل دي.
ټاکل شوې ده د جیولوجي او کانونو، ځمک پېژندنې او چاپیریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب کلستر لومړۍ دوره د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د (۱۴۰۱ کال د لیندۍ ۱۳ مې نېټې څخه پیل او تر ۱۴۰۱ کال د لیندۍ تر ۱۷ مې نېټې پورې) به دوام
وکړي.