د افغان نړېوال پوهنتون خبرتيا

Akmal_admin
U

د افغان نړېوال پوهنتون خبرتيا ! 
د افغان نړېوال پوهنتون د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال سره سمون خوري د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې په لاندې برخو کې محصلان او فاضلان قبلوي:
ماسټري:
1-فقه او قانون    (قسم الفقه و القانون)
2-قانون او شرعي سياست (قسم القانون و السیاسة الشرعیة)
3- اقتصاد او اسلامي بانکداري ( قسم الاقتصاد و المصارف الاسلامیة)
دوکتورا:
1-فقه او قانون (قسم الفقه و القانون)
2- قضاء او شرعي سياست (قسم القضاء و السیاسة الشرعية)
3- مالي چاري او اسلامي بانکداري (قسم الأمور المالية و المصارف الاسلامية) 

د نوم  ليكني تاربخ:
ماسټرى او دوکتورا لپاره نوم لېکنه سر له نن نه د ثور ۲۲ د ۱۴۰۱  کال چې د شوال ۱۲ تاريخ سره سمون خوري، شروع او ۲۷ د ثور د ۱۴۰۱ کال چې د ۱۳۴۳ کال د شوال ۱۷ تاريخ سره سره سمون خوري، پای ته رسېږي.
د قبوليت شرطونه:
1- د لېسانس، فوق لېسانس سند او د نمبرو ټرانسکرپټ چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوی اوسې او يا د جامعاتو اسناد (اصل او کاپي) 
2- د ماسټرۍ پروګرام لپاره د لېسانس دورې ۶۵ فيصدي درلودل
3- د دوکتورا لپاره د ماسټرۍ دورې ۷۵ فيصدي درلودل
4- د اصلي تذکره او دوه قطعې 3پر 4عکسونه درلودل

د نوم لېکنې شرطونه:
په پورته پروګرامونو کې يواځې د شرعياتو پوهنځي او جامعاتو فارغان کولاي شي چې ثبت نام وکړي۔
یادونه:
داوطلبان کولای شي، چې؛ 
۱- د شموليت فورمې له اړونده ډيپارټمنټونو څخه ترلاسه کړي.
۲- خپل اسناد په فزيکي ډول د لوړو زده کړو وزارت اړونده ادارې (د نصاب رياست) تسلیم کړ‎ي۔
 ھغه خلک چې کابل څخه لرې وي د اسنادو PDF فارمټ لاندې ايميل ادرس ته ولېږي.
ايميل:
Afghan.inter.uni@gmail.com

فورم ډانلوډ 

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements