د ښځو له‌پاره د بنګله‌دېش هیواد آسیايي پوهنتون تحصیلي بورسیې

baqir_admin

Due

-

برک موسسې د "ښځو له‌پاره د بنګله‌دېش آسیايي پوهنتون" کې یوازې د ښځینه‌وو له‌پاره په لاندې برخو کې د پنځوس تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

        Economics (B.Ss)

        Environmental Science (B.SC)

        Politics, philosophy and Economics (BA)

        Public Health studies (B.SC)

د اړتیا وړ شرایط او سندونه:

د نوماندې د ښوونځي د درې کلونو نمرو سلنه باید تر ۷۰ لوړه وي

          له انګرېزي ژبې سره بلدتیا ولري

          د ښوونځي شهادتنامې درلودل اړین دي او له هغې پرته نوم لیکنه نه کېږي

نو هغه ښځینه مینوالې چې یادو بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکې دي، لومړی دې د لوړو زده کړو وزارت ته راشي؛ د فورمونو ترلاسه کولو وروسته دې د یاد پوهنتون غوښتنلیک فورم ډکولو له‌پاره د برک موسسې لاندې پتې ته ورشي او خپل سندونه دې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۲۵ نیټې وړاندې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري له ۵مې نېټې سره سمون لري؛ د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاري.

پته: ۱۹۰ نمبر کور، څلورم سړک، آریانا کارته، شیرینو لېسې ته مخامخ، کابل، افغانستان. ۰۰۹۳۷۰۴۷۳۳۲۹۳

د یادونې وړ ده  چې د نوماندانو ازموینه به د ښځو له‌پاره د بنګله‌دېش هیواد آسیايي پوهنتون له لوري برک دفتر سره په همغږۍ اخیستل کېږي چې نېټه او ځای به یې وروسته څرګند شي.

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .