د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه ۴۷۷ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

eshaq_admin
Sat, Sep 14 2024 2:31 PM
Hshbshhdhhehh

 

په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، وویل چې ستاسو کورنۍ او نظام تاسو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه او اوس ستاسو مسؤلیت دی چې د خپلې کورنۍ، خلکو او هېواد پر وړاندې خپل مسؤلیت اداء کړئ. 

نوموړي له یادو محصلینو وغوښتل: «د دښمنمانو په منفي تبلیغاتو تېر نوځئ، د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه وکړئ، په خپل هېواد کې پاتې شئ، ځکه بهر کې مو نه عزت شته او نه هم د خپل مسلک اړوند دندې درکول کېږي.» 

همدارنګه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د ازموينو ملي ادارې د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر اغا هاشمي او نورو ویناوالو د یادو محصلینو په فراغت خوښي وښوده او هغوی یې د ټولنې د پرمختګ مسلکي کادرونه وبلل. 

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د مشرانو له لوري فارغ شویو محصلینو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې. 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الال ۱۱مه

۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۲۴مه

۲۰۲۴م، د سپټمبر ۱۴مه

Latest news

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

Sun, Jul 13 2025 4:02 PM
Background image

The Acting Minister of Higher Education meets with the Ambassador of Japan

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, expressed gratitude for Japan’s assistance and cooperation in various areas,. . .

BACK TO NEWS