د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه. 

nasir_admin
Tue, Sep 10 2024 3:47 PM
Ghijfcfgggggg

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د رهبري شورا غړو ته وویل چې اوسنۍ دندې زموږ لپاره ستر امانتونه دي، چې باید په احسن ډول اداء شي. دغه راز نوموړي وویل چې موږ باید د خپل امیر لخوا د راکړل شوي مسؤلیت او د هغو پر غوښتنو پوه شو. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله د فرامینو او هدایاتو پر تطبیق ټينګار وکړ او د رهبري شورا له غړو څخه یې وغوښتل چې د مشرتابه د فرامینو او هدایاتو ملاتړ وکړي او په خپلو ادارو کې یې پلي کړي. 

وروسته له اجنډا سره سم د تېرو شوراګانو پرېکړو ته کتنه وشوه، د ټاکل شویو کمېټو د ترسره شوو کړنو راپورونه واورېدل شول او د پاتې چارو د ښه ترسراوي په موخه ټاکلو کمېټو ته دندې وسپارل شوې. 

 د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا هغه با صلاحیته مرجع ده، چې د دغه وزارت مشرتابه پلاوی، د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئيس، د مرکزي ادارو او مرکزي پوهنتونونو رئیس صاحبان یې غړیتوب لري. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الال ۸مه

۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۲۰مه

۲۰۲۴م، د سپټمبر ۱۰مه

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

BACK TO NEWS