د لوړو زده کړو وزارت علمي معین هرات ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د هرات پوهنتون له مشرتابه سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پوهنتون په دفتر کې د هرات پوهنتون له مشرتابه سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال او د پوهنتون سرپرست پوهاند دوکتور عزيزالرحمن نيازي مېلمنو ته د ښه راغلاست وروسته د هرات پوهنتون د علمي، پرمختيايي او زيربنايي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد پوهنتون له استادانو سره د لیدنې ترڅنګ د دغه علمي بنسټ له پرمختیايي پروژو څخه هم لیدنه وکړي.