د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د سعودي عربستان د تحصیلي بورسونو خبرتیا!
Due
-
د بهرنیو چارو وزارت په خپل (۶۷۸۴) ګڼه لیک کې په ۱۴۰۰/۴/۵ نېټه د ام القری پوهنتون، ام القسیم او ملک عبدالعزیز پوهنتون، د سعودي الکترونیکي پوهنتون، اسلامي پوهنتون، امیره نوره پوهنتون (ښځو ته ځانګړی شوی) د ملک سعود پوهنتون او جده پوهنتون د خپلو وېبپاڼو د فعالېدو خبر ورکړی او د تحصیلي بورسونو مینوال کولای شي د http://sajjel.me/showg.phpلینک له لارې نوملیکنه وکړي.
د یادولو ده؛ هغه داوطلبان چې د سعودي عربستان په یوه پوهنتون کې یې د نوملیکنې پروسې بشپړې کړي، کولای شي چې د فورمې او نورو اسنادو د تر لاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې عمومي غرفې ته ورشي او فورمې تر ډکولو وروسته بېرته دغې غرفې ته وسپاري.