په بنګدېش هېواد کې د (OIC) ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

په بنګلدېش هېواد کې د افغانستان د جمهوري اسلامي هېواد سفارت د اسلامي تکنالوژي پوهنتون او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) بورسونه، د ۲۰۲۰ - ۲۰۲۱م کال له پاره د ماسټرۍ او لېسانس په برخه کې په نيمه وړيا ډول خبر ورکړی دی. د بورسيې شرطونه:

 • د ليسانس او يا ماسټرۍ دورې نومرې يې له ۶۵ سلنه کمې نه وي.

• برېښنايي پاسپورټ ولري.

• په انګرېزي ژبه تسلط ولري.

• د لومړي سمستر د پيل وړاندوېينه د ۲۰۲۱م کال د فبروري مياشتې په وروستيو کې شوې ده.

• د کرونا ويروس د پرلپسې والي په صورت کې به درسونه په انلاين ډول غير حضوري ورکول کېږي.

• نور شرطونه د دې پاڼې په راتلونکو مل پاڼو کې ولولئ.

 سربېره پردې يادونه کېږي چې د اسلامي تکنالوژي پوهنتون هر هغه هېواد ته چې د (OIC) غړی وي هر کال له ۴ تر ۵ پورې د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې نيمه وړيا تحصيلي بورسونه په لاندې برخو کې ورکوي. تخنيکي او تکنالوژي انجنيري، په تخنيکي علومو کې عالي ديپلوم او تخنيکي زده کړې. د یادولو وړ ده چې که د ځينو هېوادونو محصلين په يادو بورسيو کې ګډون ونکړي، دوی يې د بورسيو برخه په نورو هېوادونو وېشي. نو له درنو هغو غوښتونکو په درنښت هيله کوو چې د دې بورسيو علاقه لري، کولای شي د نوم ليکنې له پاره د خپلو اسنادو له اصلي فورم او تابعيت له تذکرې سره يو ځای له ۵/۱۰/۱۳۹۹ څخه چې له ۲۰۲۰/۱۲/۲۵سره سمون لري، نېټې څخه مخکې د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې غرفې ته تشریف راوړئ.

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۸:۲۴ جاپان
Background image

اطلاعیه وزارت تحصیلات عالی در مورد پروسه ثبت نام بورسیه تحصیلی مقاطع ماستری و دوکتورای MEXT کشور جاپان

وزارت معارف، فرهنگ، تربیت بدنی، ساینس وفناوری ( MEXT ) جاپان فرصت بورس های تحصیلی را برای دانشجویان افغان که در صدد تحصیل در کشور جاپان اند، برای سال ۲۰۲۲ تحت برنامه بورسیه های تحصیلی ( . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۷:۲۹
Background image

اطلاعیه بورس های تحصیلی کشور تاجیکستان در مقطع لیسانس

کشور تاجیکستان از اعطای 50 سیت بورس های تحصیلی در مقطع لیسانس برای فارغان صنوف دوازدهم خبر داده است که بورس های مذکور بصورت آزاد تحت شرایط ذیل اعلان می گردد.

1. داشتن شهادتنامه، فیصدی . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۸:۵۵
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی در مقاطع لیسانس، ماستری و دوکتورای کشور اندونیزیا

پوهنتون دولتی ملنگ اندونیزیا طی یاد داشت شماره 1.4.33/UN32.33/KS/2021 مورخ ۱/۴/۲۰۲۱ خویش جهت ترغیب جوانان افغانستان به ثبت نام بورسیه های تحصیلی در مقاطع لیسانس، ماستری و دوکتورا برای . . .