د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون د سړکونو چوک جوړونې پروژه پرانیسته.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هرات ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، په داسې حال کې چې د هرات پوهنتون سرپرست رئيس او مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، د هرات پوهنتون داخلي سړکونو د چوک جوړونې پروژې پرانیسته وکړه.
یادو مسؤلینو دا ډول پروژې د پوهنتونونو ودانولو، پرمختګ او ښکلا لپاره مهمې وبللې او د هرات پوهنتون له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې ساتنې ته یې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم بېلا بېلې پراختیایي پروژې پلې کړي دي.