د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له مالي او اداري مرستیال سره په ننګرهار پوهنتون کې ترسره کېدونکي د (اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس) د څرنګوالي په اړه وکتل.

nasir_admin
أربعاء, يناير 31 2024 11:16 صباحا
15885220000

د اقلیم بدلون چې یو ستر نړیوال ګواښ په توګه بشري ژوند زیانمنوي او ورځ تر بلې یې د ګواښ ګراف په لوړېدو دی، د ننګرهار پوهنتون په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د روانې دلوې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د اقلیم بدلون په اړه علمي- څېړنیز کنفرانس دایر کړي. یاد کنفرانس کې به د بېلابېلو داخلي او نړیوالو پوهنتونونو استادانو له لوري مختلفې څېړنیزې مقالې وړاندې او د لوړو زده کړو وزارت له لوري به یې پایلې له اړوندو ادارو او وزارتونو سره د ستراتېژیو جوړولو په موخه شریکي شي.
د دغه کنفرانس څرنګوالي په اړه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا په داسې حال کې، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال هم شتون درلود، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني او مسؤلینو سره وکتل.
په ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د کنفرانس په څرنګوالي، مدیریت او له کنفرانس څخه وړاندې ترسره کېدونکو لارو چارو په اړه بحث او نظریات شریک شول.
نېټه: ورځ چهارشنبه 
۱۴۴۵/۷/۱۹ هـ ق ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ هـ ش ۲۰۲۴/۱/۳۱ م

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS