د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه

Akmal_admin
Wed, Jun 29 2022 4:05 PM
T

۱۴۴۳/۱۱/۳۰
۱۴۰۱/۴/۸
د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ په داسې حال کې ترسره شوه، چې د وزارت د بیلا بیلو ادارو رئیسانو په شمول د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو  هم پکې ګډون درلود.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د رهبرۍ شورا تېرې ناستې ګټورې وبللې او په مشوره کولو یې د تاکید ترڅنګ ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د تېرې ناستې د تطبیق راپورونه یې له اړوندو مسؤلینو واورېدل.
همدارنګه د اجنډا مطابق په تحصیلي نظام کې په ترجیحاتو او اولیتونو، ماسټرۍ پروګرام کې د علمي کادرونو جذب په برخې، په یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې د شته ستونزو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول، ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Sep 24 2022 5:43 AM
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیا والي سره د پکتیا په پوهنتون کې د رغنیزو پروژو پیلولو په موخه د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د پکتیا والي محمد خان دعوت سره د پکتیا ولایت مقام کې د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د دولتي پوهنتون د پرمختګ لپاره د ځینو رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS