د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي نقلیه وسایطو د پرزه جاتو د تهیې او ترمیمولو پروژه
Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE /1400 /G-3439
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي نقلیه وسایطو د پرزه جاتو د تهیې او ترمیمولو پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، خپل تړلي آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، د ا.ا.ج چلنلارې او تدارکاتو قانون سره سم په سرتړلې بڼه وړاندې کړي.
د اړوند شرطپاڼې اصول:
له www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د ۱۴۰۰/۶/۱ نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانیستغونډه د ۱۴۰۰/۶/۱ نېټه د (دو شنبې) ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.
د آفر تضمین:
د آفر تضمین د بانکې ګرنټي په بڼه (۴۱۲۵۰۰) څلور سوه او دولس زره او پنځه سوه افعانۍ دی.
د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.
بانکي تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.
د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.
یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په ۱۴۰۰/۵/۲۱ مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸