د نجونو لپاره د لېسانس په کچه د اندونیزیا هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا هېواد وحید هاشم پوهنتون لوړو زده کړو وزارت ته د نجونو لپاره د لېسانس په کچه د ۱۵ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د بورسونو د اړتیا وړ اسناد او شرایط:

         شهادتنامه او د ښوونځي درې کلنې نومرې چې سلنه یې لږ تر لږه ۷۰٪ وي

         د تابعیت پېژندپاڼې درلودل

         د پاسپورټ درلودل چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي

         د داوطلب عمر باید له ۲۲ کالو زیات نه وي

         د داوطلب ټول اسناد باید په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي

         داوطلب باید د اندونیزیا ښاروند نه وي

         نوملیکنه په انلاین بڼه په www.pmb.unwahs.as.id وېبپاڼه کې کېږي او د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ ۷مه ده چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۱۶مې سره سمون لري، او له ټاکل شوي وخت وروسته داوطلبان نه منل کېږي

         د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له   pmb@unwahas.ac.idبرېښنالیک سره اړیکه ونیسي

د بورس امتیازونه:

         د پوهنتون د فیس لګښت، د ژبې د زده کړې فیس، د اوسېدو ځای، روغتیایي بیمه او په پوهنتون کې نوملیکنه وړیا ده.

         د الوتکې ټکټ او نور لګښتونه پخپله د داوطلب پر غاړه دي.

نو ټولو د شرایطو وړ مینوالو ته خبر ورکول کېږي چې که غواړي په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي، په پورته وېبپاڼه کې له انلاین نوملیکنې سربېره کولای شي چې د نوملیکنې او فورم اخیستلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت منښت ۲۱مې عمومي غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره یو ځای ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال د جولای ۲۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۳یمې سره سمون لري، بېرته دغه وزارت ته وسپاري.

دانلود

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .