د ماسټري او دوکتورا په برخه کې د مصر هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Azizorayakhel.admin

Due

-

د مصر  لوړو زده کړو وزارت د افغانستان او مصر دولتونو تر منځ د موجود پروتوکول په اساس خپل ۱۲ سیټه مختلف تحصیلي بورسونه، چې د هغو له جملې څخه ۴ سیټه د لیسانس، ۴ سیټه د ماسټري او ۴ سیټه د دوکتورا لپاره دي، د افغانستان دولت ته ځانکړي کړي دي

عمومي شرطونه:

۱- د الوتکې د تګ را تګ دوه اړخیزه ټیکټ لګښت پر محصل دی.

۲- ۱۰ امریکایي ډالر، چې یو سل اویا مصري پونډه کيږي محصل ته د بدل اعاشې په توګه ورکول کیږي او محصل د تحصیل په جریان کې له لیلیې څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

۳- په https://www.wafeden.gov.eg   ویب سایټ کې نوم لیکنه او یاد ادرس ته د اسنادو لیږل اړین دي.

۴- له 15/8/2020 نیټې چې له 25/5/1399 سره سمون مومي څخه دمخه باید نوماندان خپل اسناد په پورتنې ویب سایټ کې ثبت کړي. له یادې نيټې څخه وروسته د نوماندانو هر ډول اسناد د منلو وړ نه دي

۵- د ماسټري او دوکتورا زده کړو ته د منلو لپاره په لومړي مرحله کې باید نوماند خپل موجود اسناد د مصر پوهنتونو مطابق معادل کړي چې د دیپلوم د معادلت پروسه له ۲ څخه تر ۶ میاشتو پورې غځیږي او د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا کې لګښت ورباندې راځي چې دا به هم محصل خپله ورکوي.

۶- لومړیتوب هغو متقاضیانو ته ورکول کیږي چې له مصر څخه فارغ شوي وي، ځکه هغوی د دیپلوم معادلت ته اړتیا نلري.

۷- د نوماند د لیسانس او ماسټري دورو د نمرو سلنه باید ۶۵ څخه کمه نه وي

۸- په هغه صورت کې چې د ورکړل شویو سیټونو له شمیر څخه د بورسونو د متقاضیانو شمیر زیات وي نوماندان د هغوی د لیسانس او ماسټري دورو د لوړو نمرو سلنې په اساس ټاکل کیږي

د مصر په پوهنتونو کې د منلو لپاره اړین سندونه په لاندې ډول دي:

اصلي ډیپلوم (د ماسټري او دوکتورا لپاره)

د پاسپورټ کاپي

د تابعیت د تذکیري کاپي

د عدم مسوولیت جرمي فورم

روغتیایي بشپړ معاینات

نو ټول په شرایطو برابر مینوال کولای شي په یاد شوي ویب سايټ برسیره تر 15/8/2020 مطابق د 25/5/1399 نیټې پورې په یاد ویب سایټ کې له نوم لیکنې څخه وروسته د اړوندو بورسونو او نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .