د لیسانس په برخه کې د مصر د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د افغانستان د بهرنیو چارو محترم وزارت د 28/4/1399 نیټې6441 ګڼې مکتوب په اساس د مصر هیواد د لیسانس دورې د ۴ سیټه بورسونو د ورکړي څخه خبر ورکړی دی.
عمومي شرطونه:
۱- د الوتکې د تګ را تګ دوه اړخیزه ټیکټ لګښټ پر محصل دی.
۲- ۱۰ امریکایي ډالر چې یو سل اویا مصري پونډه کيږي محصل ته د بدل اعاشې په توګه ورکول کیږي او محصل د تحصیل په جریان کې له لیلیې څخه د ګټې اخیستلو حق لري.
۳- په https://www.wafeden.gov.eg ویب سایټ کې نوم لیکنه او یاد ادرس ته د اسنادو لیږل اړین دي.
۴- له 15/8/2020 نیټې چې له 25/5/1399 سره سمون مومي څخه دمخه باید نوماندان خپل اسناد په پورتنې ویب سایټ کې ثبت کړي.
له یادې نيټې څخه وروسته د نوماندانو هر ډول اسناد د منلو وړ نه دي.
۵- د لیسانس دورې متقاضیانو د ښوونځي د فراغت کال باید 1397 او 1398 وي چې سلنه یې باید لږ تر لږه ۷۵ وي. په هغه صورت کې چې د ورکړل شویو سیټونو له شمیر څخه د بورسونو د متقاضیانو شمیر زیات وي نوماندان د هغوی د ښوونځي دورې د لوړو نمرو سلنې په اساس ټاکل کیږي.
۶- د یادو بورسونو څخه په لاس راغلې تجربه ښيې چې په یادو بورسونو کې د نوماندانو قبولیدل اوږد وخت نیسي.
د مصر په پوهنتونو کې د قبولیدو لپاره لازم سندونه عبارت دي له:
• اصلي شهادتنامه
• د پاسپورټ کاپي
• د تابعیت د تذکیري کاپي
• د عدم مسوولیت فورم
• روغتیایې بشپړ معاینات
• شپږ قطعې عکسونه
نو ټول په شرایطو برابر مینوال کولای شي په یاد شوي ویب سايټ برسیره تر 15/8/2020 مطابق د 25/5/1399 نیټې پورې په یاد ویب سایټ کې له نوم لیکنې څخه وروسته یاد فورم پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي تعلیمي اسنادو سره مراجعه وکړي.