د روان کال د کانکور آزموینې د ښه ترسراوي او د هغې د شفافیت د تامین په موخه غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې، چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو له مسؤلینو او استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ازموینې پر مهال د شفافیت، نظم او ډسپلین په رامنځته کولو او د خوندي چاپېریال په برابرولو ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، د کانکور ازموینه د هېواد په کچه یو له ملي پروګرامونو څخه ده، چې باید په مسؤلانه او صادقانه ډول ترسره شي؛ ترڅو با استعداده ځوانان لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي.
په ياده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد د تحصيلي بنسټونو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې د کانکور ازموينې مرکزونو د امنيت تامين او ازموینې شفافیت په موخه دې د ازموينو د ملي ادارې او د اړوندو ولايتونو له مسؤلينو سره همکاري وکړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په هېواد کې وروستیو امنیتي پېښو ته د اشارې په ترڅ کې د ازموینو د مرکزونو پر امنیت او په دې برخه کې د سیمه ییزو چارواکو پر جدي همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د امتحاناتو ملي ادارې مهالوېش له مخې؛ په پام کې ده چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د کانکور ازموینه پیل او بیا د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه په کابل ښار کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.